۲۲ تنه ترهګر ووژل شو

s.mohmand

کابل- افغانستان: د هېواد ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې۱۵ پلان شوي یرغلیز او چاڼيز عملیات او یو هوايي برید د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې تر سره کړي؛ د دې عملیاتو په ترڅ کې ۲۲  تنه ترهګر وژل شوي ،  ۱۴ تنه ټپیان  او ۵ تنه شکمن کسان نیول شوي دي.

هلمند- نهر سراج ولسوالۍکې    د هوایي برید او ځوابي ډزو په پایله کې ۷ تنه ترهګر وژل شوي، ۳ تنه ټپیان او د دښةن یو پټنځای له منځه وړل شوی دی.

ارزګان- دهراوود ولسوالۍ او مرکز اړوند سیمه کې  د هوایي برید او ځوابي ډزو په پایله کې ۵ تنه ترهګر وژل شوي، او ۲ تنه ټپیان شوي دي.

غزني- اندړو ولسوالۍ کې  دځوابي ډزو په پایله کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي او ۴ تنه نور ټپیان شوي دي.

کندهار- میوند ولسوالۍ او د کندهار- ترینکوټ لویې لارې په اوږدو کې  د چانیزو عملیاتو  په پایله کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي  او ۳ تنه ټپيان شوي دي.

لوګر- مرکز اړوند بلند آب سیمه کې د ځانګړو ګدو عملیاتو په پایله کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي او ۲ تنه شکمن کسان نیول شوي دي.

لغمان- دولت شاه ولسوالۍ کې  د ځوابي ډزو په پایله کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي او یو تن ټپي شوی دی.

هرات- شینډنډ ولسوالۍ کې  د ځوابي ډزو  په پایله کې یو تن ترهګر وژل شوی دی.

ننګرهار- غني خیلو ولسوالۍ کې  د ځانګړو ګډو عملیاتو په پایله کې ۳ تنه شکمن کسان نیول شوي دي.