۳۵ تنه ترهګر ووژل شو

s.mohmand

کابل- افغانستان: د هېواد ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې۱۳ پلان شوي یرغلیز او چاڼيز عملیات او ۵ هوايي بریدونه د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې تر سره کړي؛ د دې عملیاتو په ترڅ کې ۳۵  تنه ترهګر وژل شوي او  ۲ تنه ټپیان شوي دي.

ننګرهار- شیرزاد ولسوالۍ کې د چانیزو عملیاتو په پایله کې ۱۰ تنه ترهګر وژل شوي،  او د موري خیلو، برغاوې او لور سیمې د دښمن له شتون نه پاکې شوي دي.

کندهار- خاکریز ولسوالۍ کې د چانیزو عملیاتو په پایله کې ۶ تنه ترهګر وژل شوياو یو شمیر وسلې او مهمات لاسته راغلي دي.

بلخ-  زارع ولسوالۍ کې د کماندو ځواکونو د چانیزو عملیاتو په پایله کې ۵ تنه ترهګر وژل شوي او یو تن ټپي شوی دی.

فاریاب- قیصار ولسوالۍ کې د ځوابي ډزو په پایله کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي دي.

هلمند- واشیر ولسوالۍکې  د هوایي برید په پایله کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي دي.

کندز-  خان آباد ولسوالۍ کې  د هوایي برید په پایله کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي دي.

ارزګان- مرکز اړوند سیمه کې  دځانګړو ګډو عملیاتو په پایله کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي، ۲۵۰ کیلو ګرامه چاودیدونکي توکي لاسته راغلي او ۸ کړۍ ماینونه کشف او شنډ شوي دي.

پکتیا- زرمت ولسوالۍ اړوند مکاوه سیمه کې د هوایي برید په پایله کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي او یو موټر له منځه وړل شوی دی.

میدان وردک- نرخ ولسوالۍ کې  د چانیزو عملیاتو په پایله کې یو تن ترهګر ټپي شوي، او د ده افغانان، نهر فولاد خان، ناصر آباد او بازار ده افغانان سیمې د دښمن له شتون نه پاکې شوي دي.