۱۵ تنه ترهګر وژل شوي دي!

zia_omid

کابل- افغانستان: د هېواد ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې۱۰ پلان شوي یرغلیز او چاڼيز عملیات او ۲هوايي بریدونه د هېواد په ۹ ولایتونو کې تر سره کړي؛ د دې عملیاتو په ترڅ کې ۱۵  تنه ترهګر وژل شوي دي.

غزني- ګیلان ولسوالۍ اړوند نابروې سیمه کې د هوایي برید په پایله کې ۱۱ تنه ترهګر وژل شوي دي.

غزني -  ناوې ولسوالۍ اړوند ډنډ سیمه  د هوایي برید په پایله کې ۴ تنه طالب ترهګر وژل شوي دي.

کندهار - میوند ولسوالۍ کېد هوایي برید په پایله کې د دښمن یو تونل له منځه وړل شوی دی.