۱۲ تنه ترهګر ووژل شول
کابل- افغانستان: د هېواد ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې۱۴ پلان شوي یرغلیز او چاڼيز عملیات او ۸ هوايي بریدونه د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې تر سره کړي؛ د دې عملیاتو په ترڅ کې ۱۲ تنه ترهګر وژل شوي او ۴ تنه ټپیان شوي دي.
فراه - پشت رود ولسوالۍ او مرکز اړوند سیمه کې د هوایي برید او ځوابي ډزو په پایله کې ۴ تنه ترهګر وژل شويُ یو تن ټپي، یو موټر له منځه وړل شوی، یو موټر سایکل او یو شمیر وسلې او مهمات لاسته راغلي دي.
نیمروز- خاشرود ولسوالۍ کې د هوایي برید په پایله کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي او یو موټر سایکل له منځه وړل شوي دي.
غزني- مقر ولسوالۍکې د ځوابي برید په ترڅ کې ۳ تنه طالب ترهګر وژل شوي، ۲ تنه ټپيان او یو شمیر وسلې او مهمات لاسته راغلي دي.
فاریاب- قیصار ولسوالۍ کې د چانیزو عملیاتو په پایله کې یو تن ترهګر وژل شوي، یو تن تپي او یو موټر له منځه وړل شوی دی.
میدان وردک- چک ولسوالۍ کې د هوایي برید په پایله کې یو تن ترهګر وژل شوی دی.
ننګرهار- خوګیانو ولسوالۍ کې د هوایي برید په پایله کې د چاودیدونکو توکو یوه دیپو له منځه وړل شوې ده.