۱۶ تنه ترهګر وژل شوي

zia_omid

کابل – افغانستان: د هېواد ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې۱۴ پلان شوي یرغلیز او چاڼيز عملیات او۹ هوايي بریدونه د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې تر سره کړي؛ د دغه عملیاتو په ترڅ کې ۱۶  تنه ترهګر وژل شوي او ۲ ټپیان شوي دي.

هلمند- د هوايي بریدونو او ځوابي ډزو په پایله کې، چې په  سنګین، خانشین او ګرمسېر ولسوالیو کې تر سره شوي ۷ تنه ترهګر وژل شوي او ۵ تنه ټپیان شوي دي.

فاریاب- د ملي اردو د چاڼیزو عملیاتو په پایله کې، چې د المار ولسوالۍ په افغانیه کلي کې تر سره شوي ۵ تنه ترهګر وژل شوي او یو تن ټپي شوی دی.

هرات- د هوايي برید په پایله کې، چې په چشت شریف ولسوالۍ کې تر سره شوی ۲ تنه ترهګر وژل شوي، یو موټر سایکل او د چاودېدونکو توکو یوه دېپو له منځه وړل شوې ده.

کندهار- د هوايي برید په پایله کې، چې په خاکریز ولسوالۍ کې د هوايي ځواکونو لخوا تر سره شوی ۲ تنه ترهګر وژل شوي له چاودېدونکو توکو ډک یو موټر له منځه وړل شوی دی.