۱۰ تنه ترهګر ووژل شول

s.mohmand

کابل – افغانستان: د هېواد ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې۱۳ پلان شوي یرغلیز او چاڼيز عملیات او۳ هوايي بریدونه د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې تر سره کړي؛ د دغه عملیاتو په ترڅ کې ۱۰  تنه ترهګر وژل شوي، ۶ ټپیان او ۳ تنه نیول شوي دي.

فراه- قلعه ګاه ولسوالۍ په دسته ګل سیمه کې د هوايي بریدونو چاڼیزو عملیاتو په پایله کې ۵ تنه ترهګر وژل شوي، یو ټپي، ۲ موټر له منځه وړل شوي او ۱۹ کړۍ ماینونه کشف او شنډ شوي دي.

ننگرهار- مهمند درې ولسوالۍ په غورکي کلي کې د ځوابي ډزو په پایله کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي دي.

هلمند- خانشین ولسوالۍ کې د هوايي برید په پایله کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي دي.

بلخ- کشنده ولسوالۍ په چرخاب سیمه کې د چاڼیزو عملیاتو په پایله کې یو تن ترهګر وژل شوی، ۵ تنه ټپیان، یو شکمن نیول شوی او یو موټر سایکل لاس ته راغلی دی.

نیمروز- خاشرود ولسوالۍ کې د کماندو ځواکونو د چاڼیزو عملیاتو په پایله کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي یو تن نیول شوی او ۲ موټر لاس ته رغلي دي.

غور- شهرک ولسوالۍ په کمنج دره کې د چاڼیزو عملیاتو او هوايي بریدونو په په یله کې د ملا سراج قرارګاه تلاشي او کتل شوې ده، ۲ بوشکې ماینونه، ۲ بورۍ د فشاري ماینونو پلېټونه، ۶ بورۍ وچ تېزاب او ۲۰ بورۍ اوړه شوي توکي کشف او له منځه وړل شوي دي همدارنګه د اوپراتېفي دندو، د هوایي بریدونو او عملیاتو د فشار په پایله کې ۷۳ تنه طالبان له ۷۳ میله وسلو سره دفاعي او امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوي دي.