۳۸ تنه ترهګر وژل شوي
کابل – افغانستان: د هېواد ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۲ پلان شوي ګډ تعروضي او چاڼيز عملیات او ۱۰ هوايي بریدونه د هېواد په ۱۹ ولایتونو کې تر سره کړي؛ د دې عملیاتو په ترڅ کې ۳۸ تنه ترهګر وژل شوي او ۱۳ تنه ټپیان شوي دي.
بلخ- زارع ولسوالۍ کې د ځوابي برید په پایله کې ۱۸ تنه ترهګر وژل شوي او ۱۲ تنه نور ټپیان شوي دي.
لغمان- علیشنګ ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په پایله کې ۱۴ تنه ترهګر وژل شوي دي.
نیمروز- دلارام ولسوالۍ کې د ځوابي برید په پایله کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي، یو تن ټپي او یو شمیر ماینونه کشف او شنډ شوي دي.
هلمند- نهر سراج ولسوالۍ کې د هوايي برید په پایله کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي او د دښمن ۲ پټنځایونه له منځه وړل شوي دي.
پکتیکا- وازه خواه ولسوالۍ کې د ځوابي برید په پایله کې یو تن ترهګر وژل شوی، ۳ موټر سایکلونه له منځه وړل شوي او یو شمیر وسلې او مهمات لاسته راغلي دي.