۷۱ تنه ترهګر وژل شوي
کابل – افغانستان: د هېواد ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۰ پلان شوي ګډ تعروضي او چاڼيز عملیات او ۱۴ هوايي بریدونه د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې تر سره کړي؛ د دغه عملیاتو په ترڅ کې ۷۱ تنه ترهګر وژل شوي او ۱۰ تنه ټپیا شوي دي.
غور- دولتیار ولسوالۍ کې د هوايي ځواکونو په مرسته د ملي پوځ د چاڼیزو عملیاتو په پایله کې ۴۱ تنه ترهګر وژل شوي، یو شمېر وسلې او مهمات لاسته راغلي او پراخه سیمې د دښمن له شتون څخه پاکې شوې دي.
غزني- مقر ولسوالۍ او ولایت مرکز کې د ځوابي ډزو او هوايي برید په پایله کې ۱۱ تنه ترهګر وژل شوي او ۷ تنه ټپیان شوي دي.
فراه- قلعه ګاه ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په پایله کې ۵ تنه ترهګر وژل شوي، یو تن ټپي شوی او د دښمن ۲ موضعوې له منځه وړل شوې دي.
هرات- زنده جان او غوریانو ولسوالیو کې د هوايي بریدونو په پایله کې ۵ تنه ترهګر وژل شوي او ۲ موټر له منځه وړل شوي دي.
لغمان- علیشنګ ولسوالۍ کې د هوايي برید په پایله کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي دي.
زابل- ارغنداب ولسوالۍ کې د هوايي برید په پایله کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي او ۲ تنه ټپیان شوي دي.
کندز- چار دره ولسوالۍ کې د هوايي برید په پایله کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي دي.