۶۸ تنه ترهګر وژل شوي

s.mohmand

کابل – افغانستان: د هېواد ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۷ پلان شوي ګډ تعروضي او چاڼيز عملیات او ۲۱ هوايي بریدونه د هېواد په ۱۵ ولایتونو کې تر سره کړي؛ د دغه عملیاتو په ترڅ کې ۶۸  تنه ترهګر وژل شوي، ۲۰ تنه ټپیا او ۲۵ تنه نیول شوي دي.

غور- دولتیار ولسوالۍ کې د هوايي ځواک په مرسته د کماندو ځواکونو د چاڼیزو عملیاتو په پایله کې ۴۲ تنه ترهګر وژل شوي، ۸ تنه ټپیان شوي، یو شمېر وسلې او مهمات لاسته راغلي دي.

ارزگان- شهید اساس ولسوالۍ کې د هوايي ځواکونو په مرسته د ګډو ځانګړو عملیاتو په پایله کې ۱۰ تنه ترهګر وژل شوي، ۱۲ تنه ټپیانو ۳۰۰ کیلو ګرامه چاودېدونکي توکي، ۱۲ تونلونه، یو موټر، ۲ موټر سایکل، یو شمېر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي او ۲۸ کړۍ ماینونه کشف او شنډ کړی شوي دي.

لغمان- علیشنګ ولسوالۍ کې د توپچي او ځوابي ډزو په پایله کې ۵ تنه ترهګر وژل شوي او ۸ تنه ټپیان شوي دي.

غزني- مقر، ګیلان ولسوالیو او د ولایت مرکز کې د ځوابي ډزو او هوايي بریدونو په پایله کې ۵ تنه ترهګر وژل شوي، ۳ تنه ټپیان، یو موټر او یو موټرسایکل له منځه وړل شوي دي.

فراه- په ګرجیانو، مروارید، ریګي او ده یک کلیو کې د چاڼیزو عملیاتو په پایله کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي، ۷ تنه نیول شوي او یوه اندازه د ماین جوړولو توکي لاسته راغلي دي.

پکتیا- پکتیا ولایت سید کرم ولسوالۍ په دورانیو کلي کې د غوڅ ملاتړ د هوايي برید په پایله کې د حقاني شبکي ۲ تنه ترهګر وژل شوي او یو تن ټپي شوی دی. 

هلمند- واشېر ولسوالۍ کې د هوايي برید په پایله کې یو تن ترهګر وژل شوی دی.

هرات- غوریانو ولسوالۍ کې د هوايي ځواکونو په مرسته د ګډو ځانګړو عملیاتو په پایله کې ۶ تنه ترهګر وژل شوي، ۶ تنه ټپیان او د مبایل ۳ سېټونه لاسته راغلي دي.