۳۱ تنه ترهګر وژل شوي
کابل – افغانستان: د هېواد ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۸ پلان شوي ګډ تعروضي او چاڼيز عملیات او ۱۱ هوايي بریدونه د هېواد په ۱۵ ولایتونو کې تر سره کړي؛ د دغه عملیاتو په ترڅ کې ۳۱ تنه ترهګر وژل شوي، ۱۲ تنه ټپیا او ۵ شکمن کسان نیول شوي دي.
هلمند- نهر سراج ولسوالۍ او ولایت مرکز لشکرګاه کې د هوايي بریدونو په پایله کې ۱۰ تنه ترهګر وژل شوي، یو تن ټپي او یو موټر له منځه وړل شوی دی.
بغلان- بورکه او مرکزي بغلان ولسوالیو کې د هوايي ځواک په مرسته د ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د چاڼیزو عملیاتو په پایله د طالبانو د سیمه ییز قومندان مجتبا په ګډون ۷ تنه ترهګر وژل شوي، ۵ تنه ټپیان شوي او د دښمن ۱۱ موضعوې له منځه وړل شوې دي.
غزني- ده یک ولسوالۍ کې د ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د چاڼیزو عملیاتو په پایله کې ۶ تنه ترهګر وژل شوي، ۵ شکمن کسان نیول شوي، ۲ موټر او ۴ موټر سایکل له منځه وړل شوي دي.
کندهار- شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په پایله کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي دي.
جوزجان- درزآب ولسوالۍ کې د کماندو ځواکونو د چاڼیزو عملیاتو په پایله کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي او ۲ تنه ټپیان شوي دي.
زابل- شاجوی ولسوالۍ کې د ځوابي ډزو په پایله کې یو تن ترهګر وژل شوی او ۳ تنه ټپیان شوي دي.
بلخ ولایت- بلخ ولسوالۍ کې د کماندو ځواکونو د چاڼیزو عملیاتو په پایله کې یو تن ترهګر وژل شوی او یو تن ټپي شوی دی.