۴۶ تنه ترهګر وژل شوي

s.mohmand

کابل – افغانستان: د هېواد ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۹ پلان شوي ګډ تعروضي او چاڼيز عملیات او ۱۹ هوايي بریدونه د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې تر سره کړي؛ د دغه عملیاتو په ترڅ کې ۴۶  تنه ترهګر وژل شوي، ۲۱ تنه ټپیان او ۳ شکمن کسان نیول شوي دي.

غزني- اندړو، مقر، ده یک، ځله خان ولسوالیو او د ولایت مرکز کې د هوايي بریدونو او ځوابي ډزو په پایله کې ۱۶ تنه ترهګر وژل شوي، ۸ تنه ټپیان، ۲ موټر او یوه پایه د ریپیټر دستګاه له منځه وړل شوي دي.

زابل- ارغنداب ولسوالۍ او ولایت مرکز کې د هوايي برید او ځوابي ډزو په پایله کې ۸ تنه ترهګر وژل شوي، ۱۰ تنه ټپیان، یو موټر سایکل او یو شمېر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.

میدان وردک- سیدآباد ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په پایله کې ۷ تنه ترهګر وژل شوي دي.

فراه- کاریز بارکزي کلي کې د هوايي ځواک په مرسته د کماندو ځواکونو د چاڼیزو عملیاتو په پایله کې ۵ تنه ترهګر وژل شوي او یو شکمن کس نیول شوی دی.

هلمند- واشېر او مارجه ولسوالیو کې د هوایي بریدونو په پایله کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي دي.

پروان- سیاه ګرد ولسوالۍ په قمچاق کلي کې د ځوابي ډزو په پایله کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي او ۳ تنه ټپیان شوي دي.

فاریاب- المار ولسوالۍ کې د هوايي برید په پایله کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي او یو موټر سایکل له منځه وړل شوی دی.

ارزگان- ولایت مرکز خانقا کلي کې په ماین چاودنه کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي دي.

لوگر- څرخ ولسوالۍ کې د ګډو ځانګړیو عملیاتو په پایله کې ۲ شکمن کسان نیول شوي، یو شمېر وسلې او مهمات، ۵ جوړې پوځي یونیفورم، ۹ سېټه موبایلونه، یو جلد د ماین جوړولو لارښود کتاب، ۳ جلده جلب او جذب کتابچې، یو شمېر د طالبانو د سرې قطعې تبلیغاتي اسناد لاسته راغلي او ۳ کړۍ ماینونه کشف او شنډ کړی شوي دي.