۶۵ تنه ترهګر وژل شوي
کابل – افغانستان: د هېواد ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۳ پلان شوي ګډ تعروضي او چاڼيز عملیات او ۸ هوايي بریدونه د هېواد په ۱۰ ولایتونو کې تر سره کړي؛ د دغه عملیاتو په ترڅ کې ۶۵ تنه ترهګر وژل شوي، ۳۴ تنه ټپیان او ۹ شکمن کسان نیول شوي دي.
زابل- ارغنداب او شاه جوی ولسوالیو کې د چاڼیزو عملیاتو په پایله کې ۱۵ تنه ترهګر وژل شوي، ۲۱ تنه ټپیان شوي او یو شمېر وسلې او مهمات لاسته راغلي دي.
ننگرهار- شېرزادو ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په پایله کې ۱۳ تنه ترهګر وژل شوي دي.
پکتیا- زرمت ولسوالۍ کې د هوايي برید په پایله کې ۱۰ تنه ترهګر وژل شوي او یو موټر سایکل له منځه وړل شوی دی.
تخار- خواجه بهاوالدین ولسوالۍ کې د ځوابي ډزو په پایله کې ۷ تنه ترهګر وژل شوي او ۱۲ تنه ټپیان شوي دي.
پروان- جبل السراج ولسوالۍ کې د هوايي برید په پایله کې ۵ تنه ترهګر وژل شوي دي.
غزنی- د غزني او ګیلان ولسوالۍ ترمنځ لویې لار پر سر د چاڼیزو عملیاتو په پایله کې ۵ تنه ترهګر وژل شوي دي.
بادغیس- ولایت مرکز کې د هوايي برید په پایله کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي دي.
بلخ- چمتال او بلخ ولسوالیو کې د هوايي برید او ځوابي ډزو په پایله کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي دي.
هلمند- سنګین ولسوالۍ کې د هوايي برید په پایله کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي دي.
پکتیکا- مټاخان ولسوالۍ کې د هوايي برید په پایله کې یو تن ترهګر وژل شوی دی.
کندز- چار درې ولسوالۍ کې د کماندو ځواکونو د عملیاتو په پایله کې ۵ شکمن کسان نیول شوي، یو موټر، ۱۴ جوړې پوځي درېشۍ، یوه جوړه بوټ، ۶ موټر سایکل، یو شمېر وسلې او مهمات او یو لبټاپ کمپیو ټر لاسته راغلي دي.