۱۰ تنه ترهګر وژل شوي

s.mohmand

کابل – افغانستان: د هېواد ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۸ پلان شوي ګډ تعروضي او چاڼيز عملیات او۷ هوايي بریدونه د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې تر سره کړي؛ د دغه عملیاتو په ترڅ کې ۱۰ تنه ترهګر وژل شوي او ۱۱ تنه ټپیان شوي دي.

کندهار- میوند ولسوالۍ کې د چاڼیزو عملیاتو او توپچي ډزو په ترڅ کې ۷ تنه ترهګر وژل شوي، ۱۰ تنه ټپیان، د دښمن ۳۰ موضعوې له منځه وړل شوې او ۳۵ کړۍ ماینونه کشف او شنډ کړی شوي دي.

جوزجان- درزاب ولسوالۍ کې د کماندو ځواکونو د ځانګړیو عملیاتو په ترڅ کې یو تن ترهګر وژل شوی او یو تن ټپي شوی دی.

فراه- پشت رود ولسوالۍ کې د هوايي برید په ترڅ کې یو تن ترهګر وژل شوی دی.

فاریاب- قیصار ولسوالۍ کې د هوايي برید په ترڅ کې یو تن ترهګر وژل شوی دی.