۴۶ تنه ترهګر وژل شوي
کابل – افغانستان: د هېواد ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۲ پلان شوي ګډ تعروضي او چاڼيز عملیات او۸ هوايي بریدونه د هېواد په ۱۸ ولایتونو کې تر سره کړي؛ د دغه عملیاتو په ترڅ کې ۴۶ تنه ترهګر وژل شوي، ۵ تنه ټپیان او یو شکمن کس نیول شوی دی.
ارزگان- ګیزاب ولسوالۍ کې د هوایي بریدونو په ترڅ کې ۳۰ تنه ترهګر وژل شوي دي.
غزني- اندړو ولسوالۍ کې هوايي بریدونو او ځوابي انداخت په ترڅ کې ۸ تنه ترهګر وژل شوي او ۵ تنه ټپیان شوي دي.
لوگر- ولایت مرکز اړوند سیمو کې د هوايي برید په ترڅ کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي دي.
میدان وردک- سیدآباد ولسوالۍ کې د ګډو ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې یو شکمن کس نیول شوی، یو موټر سایکل، د هاوان ۷ مرمۍ او په سیمه کې ۴ د وسایطو ضد ماینو نه له منځه وړل شوي دي.
هلمند- ګرم سېر ولسوالۍ ګې د هوايي برید په ترڅ کې د دښمن یوه د ماین جوړولو فابریکه له منځه وړل شوې ده.
ننگرهار- شېرزادو ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې د دښمن ۴ پټنځي له منځه وړل شوي دي.