۳۳ تنه ترهګر وژل شوي
کابل – افغانستان: د هېواد ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۷ پلان شوي ګډ تعروضي او چاڼيز عملیات او ۱۹ هوايي بریدونه د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې تر سره کړي؛ د دغه عملیاتو په ترڅ کې ۳۳ تنه ترهګر وژل شوي، یو تن ټپي او د ۴ شکمنو کسانو په ګډون ۶ تنه نیول شوي دي.
هلمند- نهرسراج او لښکر ګاه ولسوالیو کې د هوايي بریدونو او چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ۷ تنه ترهګر وژل شوي، یو موټر، یو موټر سایکل او یو شمېر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.
بغلان- دهنه غوري او بلخمري ولسوالیو کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۶ تنه ترهګر وژل شوي، یو تن ټپي، ۲ موټر، یو موټر سایکل او یو شمېر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.
ننگرهار- هسکه مېنه او شېرزادو ولسوالیو کې ۵ تنه ترهګر وژل شوي او یو شمېر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.
لوگر- خروار ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي او د وسلو او مهماتو یوه زېرمه له منځه وړل شوې ده.
غزنی- آب بند او ګیرو ولسوالیو کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي او یو موټر سایکل له منځه وړل شوی دی.
دایکندی- ګیزاب ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي او یو شمېر وسلې او مهمات لاسته راغلي دي.
پکتیکا- اومنه ولسوالۍ کې د هوايي برید په ترڅ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي او یو موټر له منځه وړل شوی دی.
میدان وردک- چک ولسوالۍ کې د هوایي برید او ګډو ځانګړیو عملیاتو په ترڅ کې یو تن ترهګر وژل شوی، ۴ شکمن کسان نیول شوي، ۲۱ د مبایل سېټونه، یو دانه د هویت کارت او یو شمېر وسلې او مهمات لاسته راغلي دي.
نیمروز- ولایت مرکز کې د ګډو ځانګړیو عملیاتو په ترڅ کې د مخدره توکو ۲ تنه قاچاق وړونکي نیول شوي، یو شمېر وسلې او مهمات، ۲۱۰۰ کیلو ګرامه تریاک، یوه اندازه مالیاتي اسناد او یو موټر لاسته راغلي دي.