۶۲ تنه ترهګر وژل شوي

s.mohmand

کابل – افغانستان: د هېواد ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۵ پلان شوي ګډ تعروضي او چاڼيز عملیات او ۱۳ هوايي بریدونه د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې تر سره کړي؛ د دې عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو د یو تن سیمه ایز قوماندان په ګډون۶۲ تنه ترهګر وژل شوي ،۳۰  تنه ټپیان او ۴ تنه نور نیول شوي دي.

زابل- شاه جوي ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو  او چانیزو عملیاتو په ترڅ کې ۱۱ تنه ترهګر وژل شوي او ۲تنه ټپیان شوي دي.

لوګر-  برکي برک او چرخ ولسوالیو کې د هوايي بریدونو او چانیزو عملیاتو په ترڅ کې ۱۰ تنه ترهګر وژل شوي، ۸ ټپیان، ۴ تنه شکمن کسان نیول شوي، ۳۰۰۰۰۰ افغانی نقدې پیسي، یک پایه  دعکاسی کمره ، ۵ جلد پاسپورتونه، یو شمیر  تبلیغاتی پانې لاسته راغلي، د چاو دیدونکو تو  نه ډک ۲ موټر، ۷ موټر سایکلونه  او یو شیمر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي .

غزنی- ده یک، مقر، قره باغ، ګیلان او خواجه عمري  ولسوالیو کې د هوايي برید په ترڅ کې ۹ تنه ترهګر وژل شوي، ۳ تنه ټپیان، یو موټر او یو شمیر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.

بدخشان- وردوج ولسوالۍ کې د چانیزو ګډو عملیاتو او ځوابي برید په ترڅ کې۸ تنه ترهګر وژل شوي او ۱۲ تنه نور ټپیان شوي دي.

 کندهار- میوند ولسوالی کې د ګډو چانیزو عملیاتو په ترڅ کې  د طالبانو د یو تن سیمه ایز قوماندان خلیل په ګډون ۸ تنه ترهګر وژل شوي دي.

میدان وردګ- نرخ ولسوالۍ کې د هوايي برید په ترڅ کې ۸ تنه ترهګر وژل شوي او یو شمیر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.

کندز- دشت ارچي ولسوالۍ کې د ځوابي برید په ترڅ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي او ۴ تنه نور ټپیان شوي دي.

هلمند- د لښکرګاه ښار اړوند سیمه کې د چانیزو عملیاتو په ترڅ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي، ۲ پټنځایونه له منځه وړل شوي او ۵ کړۍ ماینونه کشف او شنډ شوي دي .

پکتیکا- وازه خواه ولسوالۍ کې د ځوابي برید په ترڅ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي دي.

ننګرهار- هسکه مینې او پچیراګام ولسوالیو کې  د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي دي.

پکتیا- سید کرم ولسوالۍ کې د هوايي برید په ترڅ د چاودیدونکو توکو نه ډک یو موټر له منځه وړل شوی دی.