د دشت ارچي ولسوالي د طالبانو له شتون څخه پاکه شوه

s.mohmand

کابل-افغانستان: تېره شپه افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د یرغلیزو عملیاتو په ترڅ کې د کندز ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ مرکز او د یادې ولسوالۍ یو شمېر نورې سیمې د طالبانو له شتون څخه په بشپړه توګه پاکې کړې، چې اوسمهال ولسوالي په بشپړه توګه د افغان ځواکونو په ولکه کې ده.

د دغه عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو پټنځي او موضعوې ویرانې شوې او ترهګرو ته پکې درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو خپلو عملیاتو ته زور ورکړی ترڅو د طالبانو تر ولکې لاندې سیمې په بشپړه توګه آزادي کړي.

افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د ۶ میاشتو په اوږدو کې د غزني، بدخشان، کندز، تخار او فاریاب ولایتونو اړوند ۱۲ ولسوالۍ د ترهګرو له شتون څخه په بشپړه توګه آزادې کړې دي.