۷۹ تنه ترهګر وژل شوي

s.mohmand

کابل – افغانستان: د هېواد ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۵ پلان شوي ګډ تعروضي او چاڼيز عملیات او ۱۹ هوايي بریدونه د هېواد په ۱۵ ولایتونو کې تر سره کړي؛ د دغه عملیاتو په ترڅ کې ۷۹ تنه ترهګر وژل شوي، ۱۰ ټپیان او ۱۶ تنه نیول شوي دي.

کندز- دشت ارچي ولسوالۍ کې د ګډو ځانګړیو عملیاتو او هوايي بریدونو په ترڅ کې ۳۱ تنه ترهګر وژل شوي دي.

پکتیکا- خوشامند ولسوالۍ کې د ګډو ځانګړیو عملیاتو په ترڅ کې ۱۲ تنه ترهګر وژل شوي، ۸ تنه نیول شوي، ۳ پټنځي، ۳ موټرسایکل، یو شمېر وسلې او مهمات له یوې اندازي پوځي تجهیزات سره له منځه وړل شوي، یو شمېر تبلیغاتي پاڼې او ۹ سیمکارتونه لاسته راغلي دي.

هرات- کشک کهنه، اوبه او چشت شریف ولسوالیو کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې د طالبانو د ترهګریزو بریدونو د مسول ملا خاکسار په ګډون ۹ تنه ترهګر وژل شوي، ۲ ټپیان، ۴ موټر او یو شمېر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.

ارزگان- شهید حساس ولسوالۍ او د ولایت مرکز کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۸ تنه ترهګر وژل شوي او د دښمن یو پټنځی له منځه وړل شوی دی. 

هلمند- نهر سراج ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو او ګډو ځانګړیو عملیاتو په ترڅ کې ۷ تنه ترهګر وژل شوي او ۲ تنه ټپیان شوي دي.

میدان وردک- جغتو ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو او د کماندو ځواکونو د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ۵ تنه ترهګر وژل شوي، یو تن نیول شوی، ۸ موټرسایکل، ۲ موټر، یو صوف او یو شمېر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي، ۴۲۷۵ کیلو ګرامه چاودېدنکي توکي، ۳۰ بوشکه ئي ماینونه، ۲۰۰ سیفور پټاقۍ او د دښمن ۱۰ کړۍ ځای پر ځای شوي ماینونه کشف او شنډ کړی شوي دي.

تخار- خواجه غار ولسوالۍ کې د هوايي برید په ترڅ کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي دي.

بلخ ولایت- بلخ ولسوالۍ کې د هوايي برید په ترڅ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي او ۲ تنه ټپیان شوي دي.

غزنی- اندړو ولسوالۍ کې د ځوابي ډزو په ترڅ کې یو تن ترهګر وژل شوی او ۴ تنه ټپیان شوي دي.

فراه- بکوا ولسوالۍ کې د کماندو ځواکونو د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ۷ تنه ترهګر نیول شوي، یو شمېر وسلې او مهمات او د دښمن یوه اندازه تبلیغاتي اسناد لاسته راغلي دي.