۸۴ تنه ترهګر وژل شوي

s.mohmand

کابل – افغانستان: د هېواد ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۵ پلان شوي ګډ تعروضي چاڼيز عملیات او ۱۸ هوايي بریدونه د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې تر سره کړي؛ د دغه عملیاتو په ترڅ کې د ۲ داعشیانو په ګډون ۸۴ تنه ترهګر وژل شوي، ۱۴ تنه ټپیان او یو تن نیول شوی دی.

غزنی- آب بند، جغتو او اندړو ولسوالیو کې د کماندو ځواکونو د ځانګړیو عملیاتو او هوایي بریدونو په ترڅ کې ۶۰ تنه ترهګر وژل شوي، ۱۱ موټر سایکل او یو شمېر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.

زابل- نوبهار ولسوالۍ کې د یرغلیزو عملیاتو او توپچي انداخت په ترڅ کې ۱۵ تنه ترهګر وژل شوي او ۱۰ تنه ټپیان شوي دي.

پکتیکا- خوشامند ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي دي.

ارزگان- ګیزاب ولسوالۍ او د ولایت مرکز کې د کماندو ځواکونو د ځانګړیو عملیاتو په ترڅ کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي، ۴ ټپیان، یو تن نیول شوی او یو شمېر وسلې او مهمات او ۲۰۰۰ کیلو ګرامه مخدره توکي( تریاک) له منځه وړل شوي دي.

میدان وردک- جغتو ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي او د دښمن د مهماتو یوه زېرمه له منځه وړل شوې ده. 

ننگرهار- پچیراګام ولسوالۍ کې د هوايي برید په ترڅ کې ۲ تنه داعشیان وژل شوي دي.