د تخار ولایت د خواجه غار ولسوالي په بشپړه توګه د ترهګرو له شتون څخه پاکه شوه!
د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو عملیات د تخار ولایت د خواجه غار ولسوالۍ د چڼ په موخه د څو ورځو لپاره په پرله پسې توګه دوام در لود، چې په پایله کې یاده ولسوالي د ترهګرو له شتون څخه په بشپړه توګه تصفیه شوه.
د دغه عملیاتو په ترڅ کې دښمن ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
همداراز، په دې عملیاتو کې د طالب ترهګرو زیات شمېر سپکې او درنې وسلې او یو شمېر لېږدونکي وسایط د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
د طالبانو د ظلم او زیاتي څخه د ولسي خلکو خلاصون د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو اساسي دنده او مسوولیت دی او په دې لاره کې په بشپړ ځواک سره عمل کوي او له هر ډول هڅو او هاند څخه ډډه نه کوي.