۵۴ تنه ترهګر وژل شوي

zia_omid

کابل – افغانستان: د هېواد ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۴ پلان شوي ګډ تعروضي او چاڼيز عملیات او ۸ هوايي بریدونه د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې تر سره کړي؛ د دغه عملیاتو په ترڅ کې ۵۴ تنه ترهګر وژل شوي او ۲۱ تنه ټپیان شوي دي.

کندهار- اغنداب او شورابک ولسوالیو کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۱۸ تنه ترهګر وژل شوي او یو شمېر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.

هلمند- نهر سراج او نادعلي ولسوالیو کې د هوايي بریدونو او چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ۱۰ تنه ترهګر وژل شوي، یو ټپي او ۲ موټر سایکل له منځه وړل شوي دي.

ننگرهار- خوګیاڼیو ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۸ تنه داعشیان وژل شوي او د دښمن ۲ پټنځي له منځه وړل شوي دي.

پکتیا- زرمت ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۷ تنه ترهګر وژل شوي او ۳ موټر سایکل له منځه وړل شوي دي.

زابل- شاه جوی او میزان ولسوالیو کې د چاڼیزو عملیاتو به ترڅ کې ۵ تنه ترهګر وژل شوي او ۸ تنه ټپیان شوي دي.

ارزگان- ګیزاب ولسوالۍ او د ولایت مرکز په چینه کلي کې د چاڼیزو عملیاتو او ځوابي ډزو په ترڅ کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي، ۸ ټپیان، ۲۰ کړۍ ماینونه کشف او شنډ کړی شوي او ۲ کیلو ګرامه نیشه ئي توکي له منځه وړل شوي دي.

کاپیسا- نجراب ولسوالۍ کې د ځوابي ډزو په ترڅ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي او ۳ تنه ټپیان شوي دي.