۷۲ تنه ترهګر وژل شوي
کابل – افغانستان: د هېواد ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۲ پلان شوي ګډ تعروضي او چاڼيز عملیات او ۲۱ هوايي بریدونه د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې تر سره کړي؛ د دغه عملیاتو په ترڅ کې ۷۲ تنه ترهګر وژل شوي او ۱۰ تنه ټپیان شوي دي.
کندهار- میوند ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۱۲ تنه ترهګر وژل شوي دي.
لوگر- ولایت مرکز کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۱۲ تنه ترهګر وژل شوي دي.
ارزگان- ولایت مرکز کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۱۰ تنه ترهګر وژل شوي، ۳ پټنځي، یوه موضع او یو شمېر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.
غزنی- قره باغ، ګیرو، ګیلان، جغتو ولسوالیو او د ولایت په مرکز کې د چاڼیزو عملیاتو او هوايي بریدونو په ترڅ کې ۸ تنه ترهګر وژل شوي، ۵ ټپیان او یو شمېر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.
میدان وردک- سیدآباد ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۸ تنه ترهګر وژل شوي دي.
بادغیس- جوند ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۵ تنه ترهګر وژل شوي دي.
کندز- چاردره ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو او چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي او ۳ تنه ټپیان شوي دي.
زابل- شاه جوی ولسوالۍ کې د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي، یو موټر، ۴ موټرسایکل او یو شمېر وسلې او مهمات لاسته راغلي دي.
فاریاب- قرمقول ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي دي.
جوزجان- درزآب ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي دي.
کاپیسا- نجراب ولسوالۍ کې د ځوابي ډزو په ترڅ کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي دي.
هلمند- نهر سراج ولسوالۍ کې د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې یو تن ترهګر وژل شوی، ۲ ټپیان او ۴ کړۍ ماینونه کشف او شنډ کړی شوي دي.