۱۶۹ تنه ترهګر وژل شوي

s.mohmand

کابل – افغانستان: د هېواد دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۰ پلان شوي ګډ تعروضي او چاڼيز عملیات، ۸۴ ځانګړې کوماندويي دندې او ۳۲ هوايي بریدونه د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې تر سره کړي؛ د دغه عملیاتو په ترڅ کې ۱۶۹ تنه ترهګر وژل شوي او ۳۹ تنه ټپیان شوي دي.

پکتیکا- ورممي ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۸۴ تنه ترهګر وژل شوي، ۲۰ تنه ټپیان، ۲۳ موټرسایکل، یو موټر او یو شمېر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.

غزنی- مقر، واغظ، قره باغ ولسوالیو او مرکز کې د هوايي بریدونو او د ګډو ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې ۳۴ تنه ترهګر وژل شوي، یو شمېر وسلې او مهمات، ۲۰ جوړې پوځي یونیفورم، ۵ مخابرې لاسته راغلې؛ ۲۶ موټر سایکل، یو موټر، د ماین جوړلو یوه فابریکه، ۱۶۶ کړۍ بېلا بېل ماینونه او ۱۴۷۰ کیلو ګرامه چاودېدونکي توکي له منځه وړل شوي دي.

فاریاب- ګرزیوان ولسوالۍ کې د هوايي برید په ترڅ کې ۱۴ تنه ترهګر وژل شوي او ۱۲ تنه ټپیان شوي دي.

 جوزجان- قوشتېپه ولسوالۍ کې د هوايي برید په ترڅ کې ۸ تنه ترهګر وژل شوي دي.

پکتیکا- پکتیا- ښرنې او زرمت پر لویه لار د ځوابي ډزو په ترڅ کې ۷ تنه ترهګر وژل شوي او ۴ تنه ټپیان شوي دي.

 ارزگان- دهراوود ولسوالۍ او د ولایت مرکز په نی چین میرآباد کلي کې د هوايي بریدونو او د کماندو ځواکونو د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ۶ تنه ترهګر وژل شوي، ۲ تنه ټپیان، ۱۱ کیلو ګرامه چاوېدونکي توکي له منځه وړل شوي، ۱۱ تونلونه وېجاړ او ۴ کړۍ ماینونه کشف او شنډ کړی شوي دي.

 ننگرهار- سره رود ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۵ تنه ترهګر وژل شوي، یو تن ټپي او یو شمېر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.

هلمند- نادعلي ولسوالۍ کې د هوايي برید په ترڅ کې ۵ تنه ترهګر وژل شوي دي.

میدان وردک- نرخ ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي دي.

بغلان- مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي دي.