دبدخشان ولایت د کران منجان د لاجوردو کان د طالب ترهګرو له کنټرول څخه آزاد شو
دفاعي او امنیتي ځواکونو د کران منجان ولسوالۍ د مرکز له آزادیدو وروسته د عملیاتو په ترڅ کې، ددغې ولسوالۍ د لاجوردو کان هم نن د طالبانو له کنټرول څخه آزاد کړ.
د کران منجان ولسوالۍ د مرکز او د لاجوردو کان د آزادیدو په عملیاتو کې، زیات شمیر طالبان وژل شوي، لسګونه تنه ټپیان دي او یوشمیر یې افغان ځواکونو ته تسلیم شوي دي.
په بدخشان کې د هېواد د سولې او ثبات د دښمنانو پر وړاندې عملیات په جدي توګه دوام لري او د دریو ولسوالیو پر آزادیدو سربیره، د بدخشان په نورو ولسوالیو کې هم لسګونه کلي د ترهګرو له شتون څخه پاک شوي دي.