۱۳۲ تنه ترهګر وژل شوي
کابل – افغانستان: د هېواد دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۵ پلان شوي ګډ تعروضي او چاڼيز عملیات، ۸۸ ځانګړې کوماندويي دندې او ۲۴ هوايي بریدونه د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې تر سره کړي، د دغه عملیاتو په پایله کې د ۹ بهرنیو په ګډون ۱۳۲ تنه ترهګر وژل شوي، ۲۳ تنه ټپیان او ۱۲ تنه نیول شوي دي.
کندهار- شاه ولیکوټ او میوند ولسوالیو کې د ملي اردو د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ۳۸ تنه ترهګر وژل شوي، ۴ تنه ټپیان، یو موټرسایکل او یو شمېر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي، ۲۲ کړۍ ماینونه کشف او شنډ کړی شوي دي.
بدخشان- جرم، وردوج او بهارک ولسوالیو کې د هوايي بریدونو او د کماندو ځواکونو د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې د ۹ تنو بهرنیو په ګډون ۲۸ تنه ترهګر وژل شوي، ۱۵ پټنځایونه وېجاړ، ۱۶ کړۍ ماینونه او ۷ کیلو ګرامه چاودېدونکي توکي کشف او شنډ شول.
میدان وردک- نرخ او سید آباد ولسوالیو کې د هوايي برید او کماندو ځواکونو د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ۲۷ تنه ترهګر وژل شوي، د دښمن یو موټر، ۳ موټرسایکل، یو شمېر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.
کندز- خان آباد ولسوالۍ او د ولایت مرکز په زرخرید سیمه کې د هوايي بریدونو او چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ۱۸ تنه ترهکر وژل شوي، ۲ تنه ټپیان، ۷ شکمن کسان نیول شوي، یو شمېر وسلې او مهمات لاسته راغلي دي.
غزنی- ده یک او قره باغ ولسوالیو کې د هوايي بریدونو او چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ۱۴ تنه ترهګر وژل شوي او ۸ تنه ټپیان شوي دي.
هلمند- کجکي، سنګین او نادعلي ولسوالیو کې د هوايي برید او چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ۱۴ تنه ترهګر وژل شوي، ۳ تنه ټپیان، یو شمېر وسلې او مهمات لاسته راغلي دي.
لوگر- محمد آغه ولسوالۍ کې د هوايي برید په ترڅ کې ۱۱ تنه ترهګر وژل شوي دي.
بغلان- مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د هوايي برید په ترڅ کې ۷ تنه ترهګر وژل شوي دي.
بادغیس- بالامرغاب ولسوالۍ کې د هوايي برید په ترڅ کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي دي.
بلخ- چاربولک ولسوالۍ کې د ځوابي ډزو په ترڅ کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي او ۱۰ تنه ټپیان شوي دي.
ارزگان- ولایت مرکز په هډه محمد نبي کلي کې د ځانګړو چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ۵ شکمن کسان نیول شوي، ۲۱۹ کیلو ګرامه چاودېدونکي توکي، ۴۲ کیلو ګرامه تریاک، ۳۱ کیلو ګرامه هېروئین د ۳ موټرو او ۴ موټرسایکلو په ګډون له منځه وړل شوي دي.