۲۶۷ تنه ترهګر وژل شوي

s.mohmand

کابل – افغانستان: د هېواد دفاعي او امنیتي ځواکونو د دښمن د ځالو او شته تهدیدونو د له منځه وړلو په موخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۶ پلان شوي ګډ تعروضي او چاڼيز عملیات، ۹۱ ځانګړې کوماندويي دندې او ۴۹ هوايي بریدونه د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې تر سره کړي، چې په پایله کې د بدخشان ولایت ته د طالبانو د مول شوي والي او ۵ تنو سیمه ییزو قومندانانو په ګډون ۲۶۷ تنه ترهګر وژل شوي، ۹۳ تنه ټپیان او ۹ تنه نیول شوي دي.

فراه- ولایت مرکز شاوخوا سیمو کې د هوايي بریدونو او چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو د سیمه ییزو قومندانانو ملا انور او ملاعبیدالله په ګډون ۱۱۲ تنه ترهګر وژل شوي او د یادې ډلې د یو تن سیمه ییز قومندان په ګډون ۵۸ تنه ترهګر ټپیان شوي دي.

بدخشان- وردوج او بهارک ولسوالیو کې د هوايي بریدونو او د کماندو ځواکونو د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې د بدخشان ولایت ته د طالبانو لخوا د نومول شوي والي قاري فصیح الدین او ۳ سیمه ییزو قومندانانو په ګډون ۶۷ تنه ترهګر وژل شوي او ۸ تنه ټپیان شوي دي.

هرات- شینډنډ ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو او کماندو ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې ۲۰ تنه ترهګر وژل شوي دي.

کندز- از اثر ضربات هوائی در ولسوالی های دشت ارچی، خان آباد  و مرکز ولایت18 تن دهشت افگن کشته و یک عراده موتر از بین برده شده است.

ارزگان- شهید حساس او خاص ارزګان ولسوالیو کې د هوايي بریدونو او ګډو ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د حقاني شبکې اړوند ۱۵ تنو بهرنیو ترهګرو په ګډون ۱۸ تنه طالبان وژل شوي، ۲ تنه ټپیان، یو شکمن کس نیول شوی، د دښمن ۳ پټنځایونه ویجاړ شوي، یو شمېر وسلې او مهمات لاسته راغلي دي.  

غزنی- قره باغ ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو او توپچي انداخت په ترڅ کې ۹ تنه ترهګر وژل شوي، ۷ تنه ټپیان، یو موټر، ۲ موټرسایکل، یو شمېر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي.

بلخ- چاربولک ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو او کماندو ځواکونو د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ۷ تنه ترهګر وژل شوي او ۱۳ تنه ټپیان شوي دي.

زابل- شاه جوی ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې ۶ تنه ترهګر وژل شوي، یو موټر او یو موټرسایکل له منځه وړل شوي دي.

پکتیکا- خوشامند ولسوالۍ کې د ځوابي ډزو په ترڅ کې ۵ تنه ترهګر وژل شوي او ۴ تنه ټپیان شوي دي.

هلمند- نادعلي، ګرشک او ناوه ولسوالیو کې د هوايي بریدونو او چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي، ۸ شکمن کسان نیول شوي، د دښمن ۴ پټنځایونه او ۱۱ موضعوې په ویرانه بدلې شوې دي.

کندهار- ارغنداب ولسوالۍ کې د ځوابي ډزو په ترڅ کې یو تن ترهګر وژل شوی او ۲ تنه ټپیان شوي دي.