څه د پاسه ۲۰ تنو جګپوړو افسرانو د مسلکي زده کړو د بشپړولو نه وروسته د فراغت سند لیکونه تر لاسه کړل
د هغه غونډې په ترڅ کې، چې په همدې تړاو جوړه شوې وه د تعلیماتو او پرسونل په چارو کې د ملي دفاع وزارت مرستیالې میرمن منیره یوسف زاده فارغانو ته د مبارکۍ په ویلو سره زیاته کړه: د ملي پوځ د افسرانو لپاره کاري معیار مسلکي زده کړې دي، څرګنده ده، چې په دې سره د ملي پوځ د افسرانو مسلکي وړاتیاوې نورې هم پیاوړې کیږي او له تاسو څخه د ملي دفاع وزارت د رهبرۍ غوښتنه داده، چې له دې مسلکي زده کړو څخه په سمه توګه کار واخلئ.
ورپسې د ستردرستیز د ښوونې او روزنې واحدې قوماندانۍ د ارکان رییس فارغان اړونده دندو لپاره و هڅول او په دې اړه یې ډاډ څرګند کړ، چې د ملي پوځ د منسوبینو د مسلکي وړتیاو د لوړاوي په موخه هر ډول هڅو ته چمتو دي.
پای کې په افغانستان کې د قاطع ماموریت قوماندانۍ استازي ژمنه وکړه، چې د ملي پوځ د ښوونې او روزنې په برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکوي.