په پلخمري ښار کې د یوې پوځي چورلکې د سقوط په تړاو د ملي دفاع وزارت اعلامیه
Publish Date
Closing Date
نن مازدیګر شاوخوا ۴:۳۰ بجې، د هېواد د هوایي ځواک MD530 ډوله یوه چورلکه د تخنیکي ستونزو له کبله د بغلان ولایت د پلخمری ښار د کپرک په سیمه کې سقوط کړی دی.
په دې پیښه کې متاسفانه د هېواد د هوایي ځواک ۲ تنه اتل پیلوټان شهیدان شوي دي.
د ملي دفاع وزارت سرپرست ستر جنرال اسدالله خالد له دغې پیښې سخت متاثره او خواشينى شوی دى، او ددغې پیښې شهیدانو ته د الله ج له درباره جنت الفردوس او کورنیو ته یې د جمیل صبر هیله کوي.
د ملي دفاع وزارت، له تخنیکي ستونزې سره ددغې چورلکې د مخیدو څرنګوالی څېړي.