په افغانستان کې د چک جمهوري هېواد سفیر سره د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال او سرپرست لیدنه

s.mohmand
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۸ - ۱۵:۵۷
په افغانستان کې د چک جمهوري هېواد سفیر سره د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال او سرپرست لیدنه

ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال او سرپرست شاه محمود"میاخیل " په افغانستان کې د چک جمهوري هېواد سفیر  "جیري بالوڼ" سره د امنیتي مسایلو او د سولې خبرو په تړاو نن کابل کې ولیدل.

چک جمهوري سفیر او ملاتړي هېوادونه د افغانستان خلکو سره، دفاعي او امنیتي ځواکو، اقتصادي پروژو او هوايي قواوو د پيلوټانو زدکړو په برخه کې له هر اړخیزو مرستو او همکاریو ټيڼګار او ژمنه  وکړه.

همداراز افغانستان کې د تل پاتې سولې او ټیکاو غوښتنه وکړه او  د خپلو همکاریو پر دوام يې ټینګاروکړل.

ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال او سرپرست شاه محمود"میاخیل" د چک هېواد د افغانستان خلکو، دفاعي او امنیتي ځواکو سره له هر اړخیزو مرستو او همکاریو څخه مننه او قدرداني وکړه او  د افغانستان سره د دغه هېواد د همکاریو پر دوام او د پراخو اړیکو د پیاوړتیا ټينګار وکړل.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۷:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د شاهي هېواد سعودي عربستان له سفیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

بېرته خبرونه ته