هرات ولایت ته د ملي دفاع وزارت د لومړي مرستیال شاه محمود میاخیل سفر

s.mohmand
چهارشنبه ۱۳۹۹/۷/۲ - ۱۱:۳
هرات ولایت ته د ملي دفاع وزارت د لومړي مرستیال شاه محمود میاخیل سفر

د ملي دفاع وزارت لومړی مرستیال شاه محمود میاخیل د هېواد د لویدیځ زون د امنیتي وضعیت د ارزونې په موخه هرات ولایت ته سفر وکړ.

د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال په اوپراتیفي او تاکتیکي سطحو کې د لا ښې همغږۍ, په بیلابیلو برخو کې د تجربې او مسلک پر بنسټ د ماهر بشري ځواک په ګمارنې ټنګار وکړ.

هغه وویل:" د ملي دفاع وزارت رهبري د خپلو ټولو زړورو سرتیرو او منسوبینو څخه چې په سنګرونو کې د خلکو د مال او ځان د خوندیتوب په موخه جنګیږي قدر دانې او ستایینه کوي او د دښمن وضعیت له هغې خورا کمزوری دی چې دوی تبلیغ کوي."

همدا راز د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال د ۲۰۷ ظفر قول اردو له سرتیرو او منسوبینو سره په لیدنه کې د هغوی ستونزې او مشکلات واوریدې او ژمنه یي وکړه, چې د ملي دفاع وزارت رهبري به د دوي د ستونزو د حل په موخه کوټلي او هر اړخیزه اقدامات کوي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۷ - ۱۹:۰
Background image

د کابل ګډ محاربوي ښوونیز مرکز څخه د ملي اردو ۲۶۰ منسوبین فارغ شول

نن د ملي اردو ځواکونو ۲۶۰ تنو افسرانو، برېدملانو او سرتیرو د یو لړ بنسټیزو پوځي زده کړو وروسته...

شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۶ - ۱۵:۴
Background image

د وسله  وال پوځ لوی درستیز شهید سردار محمد داوود خان روغتون کې د دواخان مینه پال د جنازې  په مراسمو کې ګډون وکړ

نن مخکې له غرمې، شهید سردار محمد داوودخان په روغتون کې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز د رییس شهید دواخان مینه پال دجنازې مراسم د وسله وال پوځ لوی درستیز ډګر جنرال ولي محمد احمدزي،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۳ - ۱۴:۵۰
Background image

د وسلوال پوځ لوی درستیز نن له غرمې مخکې په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو له پوځي اتشې سره وکتل

د وسلوال پوځ لوی درستیز ډګر جنرال ولي محمد «احمدزي» نن له غرمې مخکې په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو له پوځي اتشې ډګروال بیکر سره وکتل...

بېرته خبرونه ته