فاریاب ولایت ته د ملي دفاع وزارت د لومړي مرستیال سفر!
د ملي دفاع وزارت لومړی مرستیال ډګر جنرال محمد یاسین ضیا په داسې حال کې، چې په بګرام کې د سپېشل فورس قومندان جنرال دانهي او د شاهین قول اردو قومندان جنرال ولي محمد احمدزی هم ور سره و، د فاریاب ولایت د امنیتي وضعیت د څېړنې په موخه یاد ولایت ته تللی و.
په دې سفر کې د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال د فاریاب ولایت له امنیتي او دفاعي مسوولینو سره پر امنیتي وضعیت هر ړخیزه خبرې وکړې او په یاد ولایت کې یې د امنیت د ټینګښت په اړه لازمې لارښوونې وکړې.