د ۳۱۳ مرکزي قول اردو څخه ۳۵۰ تنه کمانډویان فارغ شول
نن د ۳۱۳ مرکزي قول اردو څخه ۳۵۰ تنه کمانډویان د یو لړ کمانډويې او عقیدتي زده کړو وروسته، د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د پوځي او ملکي مسوولینو په شتون کې فارغ شول.
دغو ځواکونو د ځانګړو نمایشاتو په تر سره کولو سره ډاډ ورکړ، چې په هر ډول حالاتو کې د ځمکنۍ بشپړتیا دفاع او خلکو خدمت ته چمتو دي.