د ۲۰۷ الفارق قول اردو څخه د ملي دفاع، کورنیو چارو وزارتونو او د استخباراتو ریاست د مرستیالانو سفر او لیدنه
تيره ورځ د افغانستان د اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت مرستيال ملا محمد فاضل "مظلوم"، د کورنیو چارو وزارت مرستیال ملا ابراهیم "صدر" او د استخباراتو رياست مرستیال حاجي نجیب "اخند"، د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ هرات ولایت ته د سفر په ترڅ کې د ۲۰۷ الفارق قول اردو څخه ليدنه وکړه.
په دې ليدنه کې د اسلامي امارت د امنیتي ارګانونو مسوولینو د الفاروق قول اردو د منسوبینو وړاندیزونه او ستونزې واورېدې; دوی د هېواد په لوېديځ د يوې منظمي، ژمنې او پياوړي اردو د تشکيلاتو پر جوړولو خبرې وکړې.