د ۲۰۵ اتل قول اردو له ښوونیز مرکز څخه ۲۳۸ سرتیري فارغ شول

s.mohmand
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۱۸ - ۱۵:۳۲
د ۲۰۵ اتل قول اردو له ښوونیز مرکز څخه ۲۳۸ سرتیري فارغ شول

د ۲۰۵ اتل قول اردو له ښوونیز مرکز څخه د ملي اردو ۲۳۸ تنه سرتیري د یو لړ بنسټیزو پوځي زده کړو وروسته فارغ شول.

دغو مراسمو کې، د یادې قول اردو د ښوونیز مرکز قوماندان صالح محمد "احمدزي"، افسرانو، برید ملانو او سرتیرو، ګډون درلود.

د قول اردو ښوونیز مرکز قوماندان وویل:« د ویاړ ځای دی چې زموږ سرتیرو ته په نړیول معیار زده کړه ورکړل شوه، په لوړ مرال د هېواد او خلکو چوپړ ته چمتو کیږي».

همدا راز تازه فارغ شویو سرتیرو وویل، موږ د خپل هېواد او خلکو دفاع او ساتنې ته ژمن یو، هېچا ته اجازه نه ورکوو چې هغوی ته زیان ورسوي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۷:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د شاهي هېواد سعودي عربستان له سفیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

بېرته خبرونه ته