د ۲۰۳ تندر قول اردو تازه قوماندان په رسمي توګه خپل دنده پېل کړه

s.mohmand
یکشنبه ۱۴۰۰/۲/۲۶ - ۱۸:۴۰
د ۲۰۳ تندر قول اردو تازه قوماندان په رسمي توګه خپل دنده پېل کړه

نن د ۲۰۳ تندر قول اردو قوماندان تورنجنرال مولانا جلال الدین"یفتلي" د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د ملي دفاع وزارت د وسله وال پوځ لوی درستيز لومړي مرستیال ډګرجنرال اقبال علي"نادري" او د ملي دفاع وزارت د يو شمېر لوړ افسرانو په ملتيا معرفي شو او رسماً يې خپله دنده پيل کړه.

دغو مراسمو کې د وسله وال پوځ لوی درستیز لومړي مرستیال د پخواني قوماندان کړنې او ميړانه وستايله:" وویل چې په نظام کې تغير او تبديل يو اصل دی، تغيرات راوستل د ښه توب په لور ګامونه اوچتول دي، د قوانینو تطبیق د اصلاحاتو راوستل او د ښه خدمت کولو لامل ګرځي.

همداراز د ۲۰۳ تندر قول اردو نوي قوماندان تورنجنرال جلال الدین بلخي د د ولسمشر او د وسله وال پوځ اعلی سر قوماندان، د ملي دفاع وزارت او ستردرستيز څخه د مننې او باور ترڅنګ ژمنه او ډاډ ورکړ؛ د افغانستان درې رنګه بېرغ په پوره صداقت او ایمان دارۍ سره ساتنه دښه اصلاحاتو رامنځته کولو او هر ډول فداکارۍ ته چتمو یم.

نوموړي زیاته کړه چې د خدای"ج" په مرسته او د خپلو ولسونو ملاتړ زموږ سره دی، په پوره باور سره مو د هېواد په ګوټ ګوټ کې دښمن ته ماتې ورکړې او دښمن پخپلو شومو موخو کې ناکام دی.

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۱۶:۴۱
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست له ازبکستاني پلاوي سره وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست الحاج مولوي محمد یعقوب "مجاهد" پخپل کاري دفتر کې د ازبکستان هيواد د استخباراتو له رئیس جنرال کوربونوف باخودیر، د نوموړي مرستیال جنرال مختورف فرخ، د ازبکستان د. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

بېرته خبرونه ته