د کوچني اختر  لمونځ د ملي دفاع وزارت په قرار ګاه کې ترسره شو

s.mohmand
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۳/۱۴ - ۱۰:۱۸
د کوچني اختر  لمونځ د ملي دفاع وزارت په قرار ګاه کې ترسره شو

 

د کوچني اختر  لمونځ د ملي دفاع وزارت په قرار ګاه کې ترسره شو

د ملي دفاع وزارت په جامع جومات کې د ملي دفاع وزارت او  لوي درستیز  منسوبینو د کوچني اختر لمونځ ادا کړ.

د ملي اردو لوي درستیز ډګر جنرال بسم الله" وزیري " د لمانځه د ادا وروسته د نړۍ ټولو مسلمانانو، د افغانستان متدین ولس او د ملي اردو زړورو افسرانو، بریدملانو او سرتیرو  ته د نیکمرغه کوچني اختر د را رسیدو په مناسبت مبارکي وویله او د سرلوړي افغانستان لپاره سراسري سوله او د افغان ولس لپاره د نیکمرغه ژوند غوښتنه وکړه.

لوي در ستيز په خپلو خبرو کې وويل: "تاسو یاست چې شپه او ورځ د هیوادوالو د هوساینې لپاره کوښښ کوئ تر څو هیواد وال مو په آرامه فضا‌ء کې ژوند وکړي، هیله مند یم چې یوه ورځ به ستاسو د مسلکي کړنو له برکته ګران هیواد ته تلپاتي سوله را ځي".

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۷:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د شاهي هېواد سعودي عربستان له سفیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

بېرته خبرونه ته