د کندز د خان آباد ولسوالۍ بريد په تړاو د ملي دفاع وزارت اعلاميه

s.mohmand

وسله والو طالبانو نن ترغرمې وړاندې د کندز ولايت خان آباد ولسوالۍ "نيکپاى سيد رمضان" سيمه کې د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريد وکړ، امنيتي ځواکونو په دفاعي حالت کې ځوابي بريد ترسره کړ چې په پايله کې يې د قاري عبدالرازق او مولوي عباس دمرستيال په ګډون تر 30 ډېر ترهګر ووژل شول او د فيضاني او قاري ابراهيم چې په حظيفه مشهور و د دوو قومندانانو په ګډون اته وسله وال طالبان ټپيان شول.

همداراز دغه بريد کې د وسله والو طالبانو څلور موټر، اته موټرسايکلونه او ګڼ شمېر وسلې او مهمات هم له منځه يوړل شول. د لومړنیو راپورونو په اساس په دې پیښه کې ملکي کسانو ته زیان نه دی اوښتی، د ملي دفاع وزارت په دې پیښه کې ملکي کسانو ته د زیان رسیدو په اړه څېړنه کوي او د خپلو څېړنو پايلې به له خلکو سره شریکې کړي.

خبرتیاوې

شنبه ۱۴۰۰/۴/۱۹ - ۱۵:۱۵
Background image

د مارشال فهیم ملي دفاع پوهنتون د ملي پوځي اکاډمۍ قوماندانۍ خبرتیا!

د مارشال فهیم د ملي دفاع پوهنتون د ملي پوځي اکاډمۍ قوماندانۍ د (۱۴۰۰) هجري لمریز کال د اوولسمې دورې د کانکور ازموینې د ټولو نارېنه او ښځېنه وو محترمو نوماندانو د پام وړ!

۱- د ملي پوځي . . .

دوشنبه ۱۴۰۰/۴/۷ - ۱۹:۳۳
Background image

رسنیز بلنلیک

ټاکل شوې ده چې سبا سه شنبه، د ۱۴۰۰ د چنګاښ ۸مه، د مسلح قواوو ویاند، د دفاعي - امنیتي سکټور او د سیمه ییزه ارګانونو خپلواکې ادارې ویاندویان، د هېواد امنیټي وضعیت او د دفاعي او امنیتي . . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۹ - ۹:۳۹
Background image

د میدان وردګو ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د یوې نظامي هلیکوپترې د سقوط په تړاو د ملي دفاع وزارت اعلامیه 

تیره شپه د میدان ورګو ولایت په "جغتو" ولسوالۍ کې د هېواد د هوایي ځواک یوه MI 17 ډوله هلیکوپتره د تخنیکي او فني ستونزو له کبله سقوط شوې ده. 

په خواشینۍ سره ددغې هلیکوپترې د سقوط په . . .

Back to announcements