د وسلوال پوځ لوی درستیز کندهار کې دفاعي او امنیتي ځواکونو د ټپیانو پوښتنه وکړه

s.mohmand
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۵ - ۱۳:۲۱
د وسلوال پوځ لوی درستیز کندهار کې دفاعي او امنیتي ځواکونو د ټپیانو پوښتنه وکړه

د وسلوال پوځ لوی درستیز ستر جنرال محمد یاسین "ضیا" نن د کندهار ولایت ساحوي پوځي روغتون ته ورغی او هغوی ته یې ډاډګېرنه ورکړه، د فاعي او امنیتي ځواکونه چې د خلکو مال او ځان ساتنې برخه کې ټپیان شوي وو دهغوي قدرانۍ او د ټپيانو پوښتنه وکړه.

دفاعي او امنیتي ځواکونو ټپیانو د وسلوال پوځ لوی درستیزد ځانګړې پاملرنې څخه چې د سرتیرو پر وړاندې لري مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې د د درملنې او روغتیا وروسته به بیا د ترهګرو پر وړاندې د جګړې ډګر ته ځي او د هیواد د دفاع په خاطر د ترهګرو پر وړاندې جنګیږي.

د وسلوال پوځ لوی درستیز ستر جنرال محمد یاسین ضیا د یاد روغتون مسوولانو ته لارښوونه وکړه چې د ټپیانو د درملنې په برخه کې له ټولو امکاناتو څخه استفاده وکړي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۷:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د شاهي هېواد سعودي عربستان له سفیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

بېرته خبرونه ته