د وسلوال پوځ لوى درستيز سترجنرال محمد ياسين ضيآ کندهار ولايت ته ولاړ

s.mohmand
چهارشنبه ۱۳۹۹/۷/۲ - ۲۱:۲۸
د وسلوال پوځ لوى درستيز سترجنرال محمد ياسين ضيآ کندهار ولايت ته ولاړ

د پوځ لوى درستيز سترجنرال محمد ياسين ضيآ، د کورنيو چارو وزارت سرپرست جنرال مسعود اندرابي او د غوڅ ملاتړ ماموريت عمومي قومندان جنرال ميلر نن کندهار ولايت ته سفر وکړ.

سترجنرال ياسين ضيآ په دغه سفر کې د کندهار ولايت لوړپوړو چارواکو او د 205 اتل قول اردو قومندان سره د ياد ولايت امنيتي وضعيت وارزاوه.

دوى همداراز د کندهار ساحوي روغتون کې د ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو د ټپيانو ليدنه وکړه او د ترهګرۍ پر وړاندې يې د هغوى لاسته راوړنې وستايلې.

د وسلوال پوځ لوى درستيز د امنيت لاښه کېدو لپاره امنيتي مسوولينو ته لارښوونې وکړې.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۷ - ۱۹:۰
Background image

د کابل ګډ محاربوي ښوونیز مرکز څخه د ملي اردو ۲۶۰ منسوبین فارغ شول

نن د ملي اردو ځواکونو ۲۶۰ تنو افسرانو، برېدملانو او سرتیرو د یو لړ بنسټیزو پوځي زده کړو وروسته...

شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۶ - ۱۵:۴
Background image

د وسله  وال پوځ لوی درستیز شهید سردار محمد داوود خان روغتون کې د دواخان مینه پال د جنازې  په مراسمو کې ګډون وکړ

نن مخکې له غرمې، شهید سردار محمد داوودخان په روغتون کې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز د رییس شهید دواخان مینه پال دجنازې مراسم د وسله وال پوځ لوی درستیز ډګر جنرال ولي محمد احمدزي،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۳ - ۱۴:۵۰
Background image

د وسلوال پوځ لوی درستیز نن له غرمې مخکې په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو له پوځي اتشې سره وکتل

د وسلوال پوځ لوی درستیز ډګر جنرال ولي محمد «احمدزي» نن له غرمې مخکې په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو له پوځي اتشې ډګروال بیکر سره وکتل...

بېرته خبرونه ته