د وسله وال پوځ لوی درستیز د ترکيې هېواد له پوځي اتشې سره وکتل

s.mohmand
یکشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۰ - ۱۸:۱۱
د وسله وال پوځ لوی درستیز د ترکيې هېواد له پوځي اتشې سره وکتل


نن وروسته له غرمې، د وسله وال پوځ لوی درستیز ډګرجنرال ولي محمد "احمدزي"  په افغانستان کې د ترکیې هېواد له پوځي اتشې ډګروال سینان او یار سره د خپل کار په دفتر کې ولیدل.

په دې ناسته کې دواړو خواوو په هر اړخیزو همکاریو بحث او خبرې وکړې.

د وسله وال پوځ لوی درستیز د ترکیې هېواد څخه د افغانستان خلکو سره په سختو شرایطو کې د همکاریو او د هېواد دفاعي او امنیتي ځواکونو کدرونو د ښوونې روزنې او د ټپیانو د درملنې په برخو کې د اسانتیاوو له برابرولو یې ترې مننه وکړه.

همداراز په مقابل کې د ترکیې پوځي اتشې اویار دغه هېواد کې د سولې پروسې او د افغانستان دفاعي او امنیتي ځواکونو ملاتړ ته اشاره وکړه؛ د افغانستان له حکومت او خلکو سره د همکارۍ پر دوام یې ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې تل به د افغانستان خلکو او حکومت ترڅنګ ولاړ وي.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۰/۹/۷ - ۱۱:۱۸
Background image

د «المنصوري» قول اردو څخه د اسلامي امارت ۱۰۱ تنه سرتیري له مسلکي پوځي زده کړو وروسته فارغ شول

د لوګر والي حاجي مالي خان د فراغت په دغه مراسمو کې وویل: له دین، هیواد او لوړو اسلامي ارزښتونو څخه دفاع زموږ او ستاسو ټولو ګډه دنده ده او ستاسو د رښتینو هلو ځلو په پایله کې د خلکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۹/۳ - ۱۰:۱۶
Background image

په هرات، کندهار او غزنی ولایتونو کې لیکو د تصفیې کمېسیون په رهبرۍ غونډې تر سره شوې

د سرمفتش او لیکو د تصفیې کمیسیون مسؤل مفتي لطیف الله «حکیمي»، د یاد کمیسیون مرستیالانو جنرال شیر محمد «شریف» او عبدالله «غزنوي» د غزني، کندهار او هرات ولایتونو کې جلا جلا ناستې ترسره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۹/۲ - ۱۲:۵۱
Background image

فاریاب کې د الفتح قول اردو اړوند د سرحدي لوا او کنډک د نویو قوماندانانو او مسؤلینو معرفي کول

د ا.ا.ا د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر د لارښوونې سره سم، د چارو ښه پر مخ وړلو په موخه،  تیره ورځ د الفتح قول اردو اړوند فاریاب ولایت اندخوي ولسوالۍ کې میشت د شمالي زون سرحدي لوا قوماندان. . .

بېرته خبرونه ته