د وسله وال پوځ لوی درستیز د امنیتي وضعیت د څېړلو په موخه لغمان ولایت ته ولاړ
د وسله وال پوځ لوی درستیز ستر جنرال محمد یاسین "ضیا" د امنیتي وضعیت څېړلو په موخه تېره شپه لغمان ولایت ته سفر وکړ.
د وسله وال پوځ لوی درستیز یاد ولایت کې د نویو پلانونو او امنیتي وضعیت لا ټينګښت په موخه د والي او ارشدو امنیتي مسولانو سره بحث او خبرې وکړې.
تمه ده چې د لغمان ولایت په ولسوالیو کې د ترهګرو پر وړاندې لوی چاڼیز عملیات ترسره شي.