د هیواد وسله والو پوځ لوى درستيز تخار ولايت ته ولاړ

web_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۲ - ۲۲:۱۹
د هیواد وسله والو پوځ لوى درستيز تخار ولايت ته ولاړ

د وسله وال پوځ لوی درستیز قاري محمد فصیح الدین "فطرت " د هيواد په شمال ختیځ زون کې د ملي اسلامي اردو له قطعاتو او جزوتامونو څخه د لیدنې او کتنې په دوام نن تخار ولایت ته ولاړ.

د دغه سفر په ترڅ کې لوی درستیز د تخار له والي مولوي عبیدالله "امین زاده" او په دغه ولایت کې د ۲۱۷ عمري قول اردو د دوهمې پلې لواء له قوماندان مولوي عتیق الله "اسامه" سره وکتل او ورسره یې د امنیت او نورو مسایلو په اړه هر اړخیزي خبرې وکړې.

همدارنګه د هیواد د وسله وال پوځ لوی درستیز په تخار کې د مجاهدینو له فعالیتونو او لاسته راوړنو قدردانۍ وکړ او مسوولینو ته یې د هغوی د ستونزو او وړاندیزونو د حل په موخه لازمې لارښوونې وکړې.

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۳ - ۱۱:۴۹
Background image

د ستر درستیز لومړي مرستیال د ډیورنډ فرضي کرښې له پوستو څخه لیدنه وکړه

د ستر درستیز لومړي مرستیال حاجي مالي خان "صدیق" پکتیا او خوست ولایتونو ته د سفر په ترڅ کې د پکتیا ولایت په ډنډ پټان ولسوالۍ او د خوست په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې د ډیورنډ فرضي کرښې له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۸ - ۷:۵۵
Background image

د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال د روغتیایي چارو قوماندانۍ له بېلابېلو څانګو څخه لیدنه وکړه

د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال الحاج  ملا محمد فاضل "مظلوم" په داسې حال کې چې د ستردرستیز د روغتیايي چارو قوماندان یې ملتیا کوله ، د رادیولوژي خدمتونو، د ایکسرې، ټلویزیوني معایناتو،. . .

جمعه ۱۴۰۲/۱۱/۱۳ - ۱۷:۳۰
Background image

د حضرت ابو عبیده بن جراح ملي دفاع پوهنتون د ۲۳۵ تنه محصلینو په فراغت غونډه کې د ملي دفاع سرپرست ګډون وکړ

د ملي دفاع وزارت د تعلیماتو او پرسونل معینیت اړوند حضرت ابو عبیده بن جراح ملي دفاع پوهنتون د حضرت معاذ ابن جبل ملي پوځي اکاډمۍ له پنځلسمې دورې څخه ۲۳۵ تنه محصلین نن د یولړ ځانګړو مراسمو. . .

بېرته خبرونه ته