د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر د افغانستان لپاره د اروپایې ټولنې د ځانګړې استازولۍ له سرپرست سره وکتل

s.mohmand
جمعه ۱۴۰۰/۵/۸ - ۱۵:۴۷
 د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر د افغانستان لپاره د اروپایې ټولنې د ځانګړې استازولۍ له سرپرست سره وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر ستر جنرال بسم الله "محمدي" نن د افغانستان لپاره د اروپایې ټولنې د ځانکړې استازولۍ له سرپرست " تامس نیکلاسن" سره په ملي دفاع وزارت کې وکتل.

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې د ځانګړې استازولۍ سرپرست د سولې او ثبات د دښمنانو لخوا د تاوتریخوالي د زیاتیدو په اړه د اندیښنې په څرګندولو سره زیاته کړه، په افغانستان کې د تل پاتې سولې لاسته راوړلو له پاره د سولې خبرې یو ښه فرصت وباله.

همدا راز د افغانستان لپاره د اروپایې ټولنې د ځانګړې استازولۍ سرپرست د افغانستان له خلکو سره په بیلابیلو برخو کې ددغې ټولنې د مرستو پر دوام ټينګار وکړ.

د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر د افغانستان له حکومت او خلکو سره د اروپایې ټولنې له مرستو او همکاریو قدردانی او مننه وکړه, او زیاته کړه چې په هېواد کې د سولې او ثبات ټینګښت د دفاعي او امنیتي ځواکونو له لومړیتوبونو څخه دی.

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۲۰:۲
Background image

د وسله وال پوځ نوی لوی درستیز معرفي او رسما یې کار پيل کړ

د ملي دفاع وزارت په وړاندیز او د جمهوري ریاست عالي مقام په منظورۍ ډګر جنرال هیبت الله "علیزی" د ځانګړو عملیاتو قول اردو قوماندان...

یکشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۷ - ۱۹:۰
Background image

د کابل ګډ محاربوي ښوونیز مرکز څخه د ملي اردو ۲۶۰ منسوبین فارغ شول

نن د ملي اردو ځواکونو ۲۶۰ تنو افسرانو، برېدملانو او سرتیرو د یو لړ بنسټیزو پوځي زده کړو وروسته...

شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۶ - ۱۵:۴
Background image

د وسله  وال پوځ لوی درستیز شهید سردار محمد داوود خان روغتون کې د دواخان مینه پال د جنازې  په مراسمو کې ګډون وکړ

نن مخکې له غرمې، شهید سردار محمد داوودخان په روغتون کې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز د رییس شهید دواخان مینه پال دجنازې مراسم د وسله وال پوځ لوی درستیز ډګر جنرال ولي محمد احمدزي،. . .

بېرته خبرونه ته