د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر او ورسره مل پلاوی کابل ته را ورسېدل 

s.mohmand
شنبه ۱۴۰۱/۴/۱۸ - ۱۷:۴۸
د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر او ورسره مل پلاوی کابل ته را ورسېدل 

د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر او ورسره پلاوی د قطر حکومت په رسمي بلنه له دوه ورځني رسمي سفر وروسته نن بيرته هېواد ته راستانه شول.

په دې سفر کې د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر او ورسره مل پلاوي؛ د قطر له امیر، د ملي امنیت له سلاکار، د دفاع له وزیر او د دغه هېواد له نورو لوړ پوړو پوځي او ملکي چارواکو سره وکتل او په بېلابېلو برخو کې یې د لا زیاتې همغږۍ او همکارۍ په اړه خبرې وکړې.

 د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر او ورسره مل پلاوي د دغه سفر په بهير کې د قطر له تعلیمي او نظامي مرکزونو ترڅنګ په ياد هېواد کې له مېشتو افغانانو سره هم لیدنه وکړه.

دغه پلاوي له لاسته راوړنو او مع الخير تجربو څخه ډک سفر له تېرولو وروسته بيرته هېواد ته راستانه شول.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۷:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د شاهي هېواد سعودي عربستان له سفیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

بېرته خبرونه ته