د ملي دفاع وزارت سرپرست د هوايي ځواکونو له منسوبینو سره په کتنه کې وویل: “د هیواد هوايي ځواک به پیاوړی شي”.

web_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۹ - ۲۱:۳۲
د ملي دفاع وزارت سرپرست د هوايي ځواکونو له منسوبینو سره په کتنه کې وویل: “د هیواد هوايي ځواک به پیاوړی شي”.

نن ورځ د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" د هوايي ځواک عمومي قوماندانۍ ته ولاړ او د دغې قوماندانۍ له منسوبینو، کارکوونکو، پیلوټانو، انجنیرانو او مسلکي تخنیکرانو او نورو مجاهدینو سره یې وکتل.

د ملي دفاع وزارت سرپرست د غونډې ګډونوالو ته وویل: “دا سمه ده چې موږ ستونزې لرو خو زموږ هوايي ځواکونه د خپلې خاورې د دفاع وړتیا لري او تر بل هر وخت به پیاوړي شي”.

دغه راز د ملي دفاع وزارت سرپرست د هوايي ځواکونو د منسوبینو، کارکوونکو، انجینرانو، پیلوټانو او مسلکي تخنیکرانو له څلورویشت ساعته هڅو څخه مننه وکړه او د هغوی د ستونزو د حل په موخه یې ډاډ ورکړ.

وروستي خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۷:۶
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست سره د سعودي عربستان سفیر وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په کابل کې د شاهي هېواد سعودي عربستان له سفیر ښاغلي فیصل طلق البقمي سره پخپل کاري دفتر کې وکتل، په دغه لیدنه کې د ملي دفاع وزارت. . .

بېرته خبرونه ته