د ملي دفاع وزارت سرپرست د قطر د بهرنیو چارو له مرستیال وزیر سره وکتل

web_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۳/۳ - ۱۸:۳۷
د ملي دفاع وزارت سرپرست د قطر د بهرنیو چارو له مرستیال وزیر سره وکتل  د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" د قطر د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال ښاغلي محمد بن عبدالعزیز "الخلیفي" او ورسره مل پلاوي سره نن پخپل کاري دفتر کې وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" د قطر د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال ښاغلي محمد بن عبدالعزیز "الخلیفي" او ورسره مل پلاوي سره نن پخپل کاري دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې د ملي دفاع وزارت سرپرست په هېواد کې د وروستیو زلزلو او سېلاب ځپلو سره د قطر هېواد له لوري د بشري مرستو څخه مننه وکړه او له دغه هېواد سره يې د اړيکو پر پياوړتيا او د همکاريو پر دوام ټينګار وکړ.

 

دغه راز د قطر د بهرنيو چارو وزارت مرستيال د افغانستان له خلکو سره په بېلابېلو برخو کې د دوستانه اړيکو د ټينګښت او لا زياتو همکاريو د دوام ډاډ ورکړ.

وروستي خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۷ - ۲۱:۵۰
Background image

د پنجشیر او بغلان ولایتونو څخه ۳۴۰ تنه ځوانان د ملي اسلامي اردو لیکو ته جذب شول

د ملي دفاع وزارت اړوند په جلب او جذب قوماندانۍ کې د پنجشیر او بغلان ولایتونو له بېلابیلو ولسوالیو څخه ۳۴۰ تنه ځوانان د ملي اسلامي اردو لیکو ته په فوق العاده توګ جذب شول.

د دغو ځوانانو. . .

جمعه ۱۴۰۳/۶/۱۶ - ۲۱:۳۷
Background image

دا. ا. ا زعيم عاليقدر امير المؤمنين حفظه الله د ۲۱۷ عمري قول اردو مسؤولینو سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت زعيم عاليقدر امير المؤمنين شيخ القرآن والحديث مولوي هبة الله "آخندزاده "حفظه الله تعالى د ملي دفاع وزارت اړوند ۲۱۷ عمري قول اردو مسؤلينو، مجاهدينو علماء كرامو. . .

جمعه ۱۴۰۳/۶/۱۶ - ۱۴:۵
Background image

د ستر درستیز لومړي مرستیال د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې له امنیتي پوستو څخه لیدنه وکړه

د وسلوال پوځ لومړي مرستیال حاجي مالي خان "صدیق" په داسې حال کې چې د ۲۰۳ منصوري قول اردو مرستیال مولوي روحاني او د سرحدي لواء قوماندان مولوي ذاکر یې ملتیا کوله، د خوست ولایت، د ځاځي. . .

بېرته خبرونه ته