د ملي دفاع وزارت سرپرست بلخ ولایت ته سفر
د ملي دفاع وزارت سرپرست ستر جنرال”اسدالله خالد” او افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان جنرال “سکاټ مېلر” سره یو ځای بلخ ولایت ته سفر وکړ.
په دې سفر کې د ملي دفاع وزارت سرپرست د ۲۰۹ شاهین قول اردو له قوماندان برید جنرال “هیبت الله علیزي” او د ۲۱۷ پامیر قول اردو له قوماندان برید جنرال “محمد علي یزداني” سره وکتل او د امنیتي وضعیت ښه والي لپاره یې لازم هدایات ورکړل.
د ملي دفاع سرپرست وزیر، په ۲۰۹ شاهین قول اردو کې د ملي اردو له مېشتو منسوبینو سره له نږدې وکتل، د هغوی ستونزې او وړاندیزونه یې واورېدل او د امنیتي او دفاعي ځواکونو وروستۍ لاسته راوړنې یې وستایلې.
همدا شان د ملي دفاع سرپرست وزیر ستر جنرال اسدالله خالد د مبارکې روضې له بېلا بېلو برخو لیدنه هم وکړه.