د ملي دفاع سرپرست وزیر کندهار ولایت ته ولاړ او د ۲۰۵ البدر قول اردو څخه یې لیدنه وکړه
د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" کندهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د ۲۰۵ البدر قول اردو له قوماندان او مسوولینو سره وکتل.
د ملي دفاع وزارت سرپرست له البدر قول اردو څخه د لیدنې په ترڅ کې د ۲۰۵ البدر قول اردو د فعالیتونو او د هېواد د پولو د ساتنې په برخه کې د اسلامي امارت د وسله وال پوځ سرښندنې وستایلې او اړوندو چارواکو ته یې لازمې لارښوونې وکړې.