د ملي دفاع سرپرست وزیر اسد الله خالد د امریکا متحده آیالاتو دفاع سرپرست وزیر سره ولیدل
د ملي دفاع سرپرست وزیر اسد الله خالد د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزارت له سرپرست وزیر پاتریک شاناهان سره نن له غرمې مخکې د ځانګړو عملیاتو په قول اردو کې وکتل.
دواړو لوریو د افغانستان په روانو امنیتي او دفاعي حالتو هر اړخیزې خبرې وکړ ې.
د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر د ملي پوځ وروستۍ لاسته راوړنو ته په کتو سره دامریکا متحده ایالاتو له هر اړخیزو مرستو څخه مننه وکړه او د ملي پوځ د پیاوړتیا، مسلکي ښوونې او روزنې په برخه کې د نورو مرستو غوښتونکی شو.
ښاغلي پاتریک شاناهان له ملي پوځ سره د مرستو ژمنه تکرار کړه او ډاډ یې ورکړ، چې هیواد یې د ښوونې او روزنې، د پوځ د سمبالتیا او له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې افغان دفاعي او امنیتي ځواکونه یواځې نه پریږدي.