د مسلح ځواکونو لوی درستيز غزني ته سفر وکړ
د مسلح ځواکونو لوی درستیز ډګر جنرال بسم الله وزیري نن سهار د یو جګپوړي پوځي پلاوي په مشرۍ د غزني ولایت ته ورسید
د مسلح ځواکونو لوی درستیز په داسې حال کې، چې یو ملي دفاع وزارت او ستر درستیز یوشمیر جنرالانو یې ملتیا کوله، د غزني ولایت ته د دفاعي او امنیتي ځواکونو څخه د مننې او د امنیت د پراختیا په تړاو د اړینو اقداماتو د تر سره کولو په موخه یاد ولایت سفر وکړ.
همدا راز، لوی درستیز په هغه غونډه کې چې د غزني ولایت د والي د مرستیال او د دفاعي او امنیتي ځواکونو قومندانانو هم ګډون در لود د یاد ولایت امنیتي وضعیت د ارزونې وروسته د ښه امنیت د ټینکښت په موخه لازمې لارښوونې ورکړې.